Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2025

Новости за 13.12.2025

د نړۍ نومیالی فټبال لوبغاړی لیونل مېسي هند ته تللی دی

Mashaalradio.com 

په نړۍ کې د فټبال نومیالی ارجنټینايی لوبغاړی لیونل مېسي د ډېسېمبر پر ۱۳مه په یو رسمي سفر د هند کلکتې ته ولاړ. د هغه لیدو ته د خلکو راغونډېدو پرمهال ګډوډۍ رامنځ ته شوې دي. د میسي مینه وال وايي، په ډېره لوړه بیه یې ټېکټونه اخیستي ول خو مېسي یې نه دی لیدلی. د نړیوالو اژانسونو پر مټ د مشال راډیو خبریال ویډیويي راپور جوړ کړی دی.

ایران کې مېشت پخواني افغان سرتیري؛ روسیه څومره د دوی په لټه کې ده؟

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د روسیې له خوا د جنګي اجیرانو د استخدام د هڅو راپورونه خپاره شوي دي. که څه هم د روسیې سفارت په دې اړوند اطلاعیه جعلي بللې خو دا هېواد مخکې له ګڼو هېوادونو د اوکرایین د جنګ لپاره د اجیرو ملیشو د استخدام مخینه لري. زرګونه پخواني افغان سرتیري ایران کې دېره دي. دوی څومره د روسیې هدف کیدای شي؟ صفي الله ستانکزی په دې اړه جزییات لري.

افغانستان ته له ګاونډیو هیوادو ستنیدلي کډوال ژمنې ته اندیښمن دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کډوالو وزارت له ګاونډیو هیوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو سره له زور زیاتي ډډه وکړي او هغوی ته په خپله خوښه افغانستان ته د بېرته ستنېدو مناسب شرایط برابر کړي. په وروستیو کې له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري دیپورټ لړۍ تر بل هر وخت تېزه شوې ده.

هندي مینه وال د مسي په نه لیدو غوسه دي

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال پیژندل شوی نړیوال ستوری لیونل مسي هند ته په درې ورځني سفر تللی. هغه په کلکتې کې د خپلو مینه والو د لیدو لپاره یوه سټډیوم ته لاړ خو ځینې ګډوډۍ رامنځته شوې. دا چې څه صفي الله ستانکزی یې په دې رپوټ کې په اړه جزییات درکوي

ایرانیو چارواکو د سولې نوبېل انعام ګټونکې نرګس محمدي یو وارې بیا نیولې ده

Mashaalradio.com 

په ناروې کې د نوبېل جایزې کمېټۍ د ایراني پولیسو لخوا د نرګس محمدي نیول غندلي دی او پر حکومت یې غږ کړی دی چې نوموړې دې سره د نورو نیول شویو فعالانو زر تر زره خوشې کړي.د ناروې د نوبېل انعام کمېټۍ په ۲۰۲۳ز کال کې "په ایران کې پر ښځو د ظلم پر ضد د مبارزې" لپاره نرګس محمدي ته د سولې نوبېل جایزه ورکړې وه. د نرګس محمدي بنسټ د ډېسېمبر پر ۱۲مه خبر ورکړ چې نوموړې په هماغه ورځ د ایران په ختیځ ښار مشهد کې هغه مهال ونیول شوه چې د ځینو نورو فعالانو په بدرګه یې د بشري حقونو د یو فعال خسرو عليکردي د مړینې د اوومې ورځې په ماتمي غونډه کې ګډون کولو. Читать дальше...

د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د ټرانسپورټرانو احتجاج دوام لري

Mashaalradio.com 

د پاکستان د سېند صوبې په کراچۍ ښار، د پنجاب په ګڼو ښارونو او د هېواد په ځینو نورو برخو کې د مال لېږدوونکیو ټرانسپورټرانو د اتحادیې احتجاج د ډېسېمبر پر ۱۳مه هم دوام لري. دوی دا احتجاج د ډېسېمبر له اتمې پیل کړی او خپلې لارۍ یې درولې دي. ټرانسپورټران وايي، په پنجاب صوبه کې ورباندې د نوي ټرافیکي قانون په پلمه زیاتې جرمانې لګول کېږي، پولیس د هغوی لارۍ نیسي او د موټروانانو خلاف یې مقدمې درج کوي. بل پلو، د سېند او پنجاب حکومتي چارواکي وايي چې د ټرانسپورټرانو د اتحادیې له مشرانو سره یې خبرې روانې دي او تمه لري چې ډېر زر به د حل یوه لاره وباسي. Читать дальше...



بلوچستان کې ګڼ باغونه، چینې او کوهیان وچ شوي دي

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې روانې اوږدمهالې وچکالۍ ګڼ باغونو او کروندو ته زیان اړولی دی. د بارانونو د نه کېدو له کبله د ځمکلاندې اوبو کچه هم کال تر بله لاندې روانه ده. د بلوچستان د خوړو او کرنې اداره وايي، د دې له وجې کوهیان، کارېزونه او چینې وچې شوې دي. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.

ترکیې د پاکستان ـ افغانستان د اوربند له دوام سره مرستې ته چمتووالی وښود

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ د ترکمنستان په پلازمېنه، عشق‌آباد کې د «سولې او باور نړیوال فورم» په نوم د غونډې په څنډه کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په لیدنه کې وویل چې ترکیه د افغانستان - پاکستان ـ اوربند د ټينګښت په برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو ده. اردوغان څرګنده کړه چې انقره له اسلام‌اباد سره د «ښو اړیکو» د پیاوړتیا لپاره کار کوي، او د ترکیې د اطلاعاتو ریاست په وینا، ترکیه به هڅه وکړي چې د انرژۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري نوره هم پراخه کړي. Читать дальше...

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر: مادرید به طالبان په رسمیت و نه پېژني

Pa.azadiradio.com 

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، خوزې مانویل آلبارس، وايي، هیواد به یې د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژني. نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو رژیم «نامشروع» دی. د هسپانیا د باندنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ (۲۱ قوس) په مادرید کې د افغان فعالانو په غونډه کې څرګنده کړه چې هسپانیا د افغان ښځو د حقونو ملاتړ ته ژمنه ده او د هغوی له مشارکت پرته په افغانستان کې رښتینې او دوامداره سوله ناشونې ګڼي. هغه چې په مادرید کې «زموږ ږغ واورئ» په نوم د افغان ښځو په درېیمه ځانګړې ناسته کې خبرې کولې، وویل چې «هره هغه راتلونکې چې د پرمختګ اراده لري، د ښځو حضور ته اړتیا لري.

د ایران د بلوڅانو ډله جیش العدل د حکومت له نورو مخالفانو سره لاس یو کوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بلوچستان سني وسله‌والې ډلې «جیش‌العدل» اعلان کړی چې له څو کوچنیو بلوڅو ډلو سره یوځای شوی او د ایران پر مذهبي حکومت د بریدونو لپاره یې نوی ائتلاف جوړ کړی دی. د ازادي راډیو د ایراني څانګې، راډیو فردا د راپور له مخې، په هغه ویډیويي بیان کې چې د قوس پر ۱۹ نېټه په ټولنیزو شبکو کې خپور شو، یوه نامعلوم ویاند وویل چې دغه نوی ائتلاف «د ولسي مقاومت جبهه» نومول شوې او هدف یې «د مبارزې د وړتیا زیاتول» او د «ایران د اسلامي جمهوریت د استبداد» پر وړاندې جګړه ده. جیش‌العدل، چې د ایران او امریکا له لوري... Читать дальше...

تاجکستاني پانګوالو د افغانستان د سمنټو د فابریکې په جوړولو ته لیوالتیا څرګنده کړه

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان د پانګوالو یوه پلاوي په افغانستان کې د سمنټو د تولید فابریکې جوړولو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده. تاجک پلاوي پرون (جمعه) د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم له وزیر، هدایت‌الله بدري، سره د لیدنې پر مهال د کانونو او صنعتي برخو په ګډون د احتمالي پانګونې فرصتونه وڅېړل. سره له دې چې په وروستیو کې د تاجکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په نسبي ډول ښه شوي خو په وروستیو کې د تاجکستان په خاوره کې د پنځو چینایانو وژل کېدو تاجک چارواکي له افغانستان څخه خپلې اورې ته د ورپېښېدونکي تروریزم په اړه اندېښمن کړي دي.




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России