Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2026

Новости за 23.03.2026

د اوربند د پای په درشل کې قومي مشران او خلک د خبرو له لارې د لانجې د حل غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

دافغانستان او پاکستان ترمینځ د اختر داوربند د پایته رسیدلو په درشل کې د ډیورند کرښې ددواړو غاړو ځینو کامي مشرانو او خلکو د خبرو او دلانجې د دایمي حل لپاره غږ کړی دی. د اختر په شپو ورځو کې سره لدې چې وضعیت نسبتا ارام وو خو پکتیکا او کونړ کې د بریدونو رپوټونه ورکړل شول.

د افغانستان د ۱۴۰۵ نوی تعلیمي کال؛ یوه له زده‌کړو محرومه نجلۍ: زما ارمانونه نیمګړي پاتې شول

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د ۱۴۰۵ نوی تعلیمي کال له شپږم ټولګي پورته نجونو له حضور پرته د پنجشنبې په ورځ پیل شي. له زده کړو محرومې یو شمیر نجونې غواړي چې د ښوونځیو ورونه دې ورته پرانیستل شي.

د ملګروملتونو د ښځو څانګه وایي، د پاکو اوبو نړیوال بحران تر ټولو زیات ښځې او نجونې زیانمنوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه «یو این ومن» وایي چې د پاکو اوبو نړیوال بحران ښځې او نجونې تر نورو ډېرې زیانمنوي او د دوی په وړاندې نابرابري لا ژوروي. دې سازمان یکشنبه د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي ښځې هره ورځ ساعتونه ساعتونه د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اوبو په راوړلو مصرفوي، دا مسولیت ډیری وخت د زده کړو فرصتونو له لاسه ورکولو، د عوایدو د کمښت او د روغتیا او امنیت د خطر سره مل وي. په بیان کېټینګار شوی چې ښځې یوازې د دې بحران قربانیانې نه دي، بلکې... Читать дальше...

د لنډ مهاله اوربند د پای ته رسیدو په درشل کې د شخړو د بیا پیلیدو په اړه د یوشمیر ولایتونو د اوسیدونکو اندیښنې

Pa.azadiradio.com 

داسې مهال چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شوی لنډ مهاله اوربند دوشنبه د شپې دولس بجې پای ته رسېږي ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یو شمېر ولایتونو ځیني اوسېدونکي د جګړې د بیا پیلېدو له امله په سخته وېره کې دي. د ختیځ کونړ ولایت چې د راپورونو له مخې د اختر په ورځو کې هم ارامه نه و، یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل دې نښتو له ولسي وګړو پراخه قرباني واخیسته او دوام به یې دوی لا زیانمن کړي. د دې ولایت د ناړۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ستارخان دوشنبه د حمل ۳مه ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...

ولسمشر ټرمپ د ایران د انرژۍ پرتاسیساتو بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالاتو له ایران سره ښې او ګټورې خبرې کړې دي او هغه پوځ ته امر کړی چې د ایران پر برېښنا کوټونو او د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هر ډول پوځي بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډوي. د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې ټرمپ دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې ایران ګواښ وکړ که متحده ایالات د ایران د برېښنا شبکه په نښه کړي، نو دوی به د اسراییل د برېښنا د تولید فابریکې او هغه تاسیسات چې د خلیج په سیمه کې امریکایي اډو ته برېښنا برابروي، هدف وګرځوي. ټرمپ په خپله... Читать дальше...

پاکستان پر های اوکټېن تېلو د لیټر پر سر د ۲۰۰ روپیو اضافي مالیه لګولې

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت د های اوکټېن ډوله تېلو پر یو لیټر د ۲۰۰ روپیو اضافي مالیه (ټیکس) او په سرکاري ګاډو کې یې پر استعمال بنديز لګولی دی. دا پرېکړې د هغې کفایت شعارۍ برخه دي چې وفاقي حکومت په منځني ختیځ کې د روانې جګړې او کړکېچ په غبرګون کې اعلان کړې ده. د وزیراعظم دفتر د مارچ پر ۲۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي چې که د کوم سرکاري چارواکي په ګاډي کې د های اوکټېن پېټرولو استعمال اړین وي، نو بیا دې یې لګښت له خپل جېبه پرې کوي. تر دې مخکې د مارچ پر ۲۲مه وزیراعظم شهباز شریف د تېلو او پېټرولو چارو،... Читать дальше...

یونیسف: په ۲۰۲۵ کال کې یې په افغانستان کې ۲،۱ ملیون وګړو ته پاکې اوبه برابرې کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، یونیسف وایي، تیر۲۰۲۵ کال کې یې د شریکانو په مرسته په افغانستان کې ۲،۱ ملیون وګړو ته پاکې اوبه برابرې کړي دي. د دې صندوق چارواکي تاج الدین اویوال د مارچ په ۲۲ د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي چې دغو هڅو یې له ماشومانو سره د سالمې روغتیا په برخه کې مرسته کړې او هم یې میندو ته د دې زمینه برابره کړي چې د خپلو کورنیو ښه پالنه وکړي. یونیسف دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې پرون یکشنبې د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت... Читать дальше...

اسحاق ډار: هیواد یې لا هم د "ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو" لپاره ژمن دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لنډ مهاله اوربند پای ته رسیدو ته په ورنژدې کیدو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي هیواد یې لا هم د "ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو" لپاره ټینګ ژمن دی. کابل او اسلام آباد تېره چهارشنبه اعلان وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت به نښتې ودوري او د دوشنبې شپې تر نیمایي پورې به لنډمهاله اوربند رعایت کړي. اسحاق ډار د پاکستان د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې څرګنده کړه چې د کړکیچ په اړه یې د هېواد دریځ نه دی بدل شوی او پاکستان د افغانستان دننه اقدامات د دې لپاره چې ټاکلی هدف ترلاسه شي. Читать дальше...



په تهران کې څو ځایه چاودنې اورېدل شوې دي

Mashaalradio.com 

د فرانسې خبري اژانس وايي، د مارچ پر ۲۳مه سهار مهال په تهران کې چاودنې اورېدل شوې دي.دا په داسې حال کې ده چې اسراییلو پر ایران د حملو د نوې لړۍ پیلولو اعلان کړی دی. د ایران مهر اژانس پر ټېلېګرام لیکلي چې په تهران کې د چاودنو غږ اورېدل شوی دی. اخوا فارس خبري اژانس ویلي دي چې په تهران کې پینځه ځایه په هوايي بریدونو کې په نخښه شوي دي. د فرانسې خبري اژانس په سیمه کې د خپل خبریال له خولې ویلي دي چې د تهران په ختیځ کې له یوې سیمې څخه تور لوګي پورته کېږي. په همدې حال کې اسراییلي پوځ پر ټېلېګرام لیکلي دي... Читать дальше...

پاکستان د "انرژۍ سپما" په موخه د پي اېس اېل لومړنۍ سیالۍ بې له نندارچیانو کوي

Mashaalradio.com 

پاکستان کرکټ بورډ د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره سیالیو په پلان کې بدلونونه کړي دي او ویلي یې دي چې لومړنۍ لوبې به په لوبغالو کې بې له نندارچیانو ترسره کېږي.کرکټ بورډ د مارچ پر ۲۲مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي چې دا پرېکړه یې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې او کړکېچ په غبرګون کې د حکومت د کفایت شعارۍ تدابیرو ته په کتو کړې ده. بورډ ویلي دي چې د دې اقدام موخه "د توانایۍ (انرژۍ) سپما" او په "مسوولانه ډول د اتلولۍ د سیالیو ترسره کول" دي. کرکټ بورډ البته ټینګار کړی دی چې "په لنډمهالي... Читать дальше...

 د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله په نړۍ کې خپلو اتباعو خبرداری ورکړی چې له احتیاط څخه کارواخلي

Pa.azadiradio.com 

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله په نړۍ کې خپلو اتباعو ته یو تازه احتیاطي خبرداری صادر کړی دی. دې وزارت په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه پیغام کې له امریکايي اتباعو غوښتي چې "په ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې له لا زیات احتیاط څخه کارواخلي." په پیغام کې راغلي: "د هوايي حریم موقتي تړل کېدل ښايي د سفرونو د ګډوډۍ لامل شي. د امریکا ډیپلوماتیک تأسیسات، ان له منځني ختیځ څخه بهر هم په نښه شوي دي." د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه خبرداری ورکړی چې ... Читать дальше...

د هرمز تنګي د پرانستلو لپاره د ولسمشرټرمپ ګواښ او پر ایران او حزب الله د اسراییل د بریدونو دوام

Pa.azadiradio.com 

د هرمز تنګي د پرانستلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا ایران ته د سخت ګواښ د ضرب ‌الاجل په نږدې کېدو سره، د اسراییل پوځ خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د ایران او حزب ‌الله پر وړاندې به جګړې څواونۍ نور هم دوام وکړي. د پوځ ویاند، جنرال ایفي ډفرین، د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۲۲مه وویل: "د اسراییل وګړو، موږ د ایران او حزب ‌الله پر وړاندې د جګړې نورې څو اونۍ هم مخې ته لرو." هغه زیاته کړه: "د هرې ورځې په تیریدو سره، موږ(تهران کې) ترهګر رژیم لا ډېر کمزوری کوو. موږ به اجازه ورنه کړو چې دا رژیم یا... Читать дальше...

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لنډ مهاله اوربند پای ته رسیدلی خو د لویو شخړو د پیلیدو راپورونه ندي ورکړل شوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې بیګا د شپې دولس بجې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لنډ مهاله اوربند پای ته ورسید، تراوسه په پراخه کچه د شخړو د بیا پیلیدو راپورونه ندي ورکړل شوي. خو د طالبانوحکومت ویلي چې پاکستان په دې موده کې له اوربند څخه سرغړونه کړې ده. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې پاکستانیو ځواکونو د کونړولایت د ناړۍ ولسوالیو پرځینو برخو بریدونو کړي چې په نتیجه کې یې یوکس وژل شوی او بل ټپي شوی دی. پاکستاني چارواکو تراوسه د دغې ادعا په اړه څه ندي ويلي. په عین حال کې د نړیوال کړکیچ ډلې خبرداری... Читать дальше...

ریچارډ بینیټ: دا یوازې افغانستان دی چې د نوي ښوونیز کال له پیلیدو سره له ۶ ټولګي پورته نجونې پکې له زده کړو محرومې دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورنکي ریچارډ بینیټ د نوروز په مناسبت یوه پیغام کې ویلي چې دا یوازې افغانستان دی چې د نوي کال له پیلیدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونې پکې ښوونځي ته له تلو محرومې دي. بینیټ د یکشنبې په ورځ ناوخته پرخپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې "نوروز دې ټولو هغو کسانو ته مبارک وي چې لمانځي یي! زه یادونه کوم چې دا یوازې په افغانستان کې د یوه بل ښوونیز کال پیل نښه کوي چې په ترڅ کې یې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په ښوونځي کې خپلو... Читать дальше...




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России