بې روزګاره خبریالان اوس څه کوي؟
![بې روزګاره خبریالان اوس څه کوي؟](https://gdb.rferl.org/d4d5b29e-b711-4f14-b69b-927610a33509_tv_w800_h450.jpg)
په پاکستان کې په تېر یوه کال کې نژدې درې زره خبریالان له دندو لرې کړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ملک د رسنیو مالکان وايي چې دوي په بحران کې دي. بې روزګاره شوو خبریالانو کې ځینو انټرنیټي کمپنۍ جوړې کړې دي او ځینو له سره د خبریالۍ ډګر پرېښی دی. په دې اړه نور تفصیل د مشال راډیو په دې ویډیو کې وګورئ