افغان حکومت غیر مسؤل وسله وال د یوه سېستم له مخې جذبوي
افغان حکومت هڅې کوي چې د غیر مسؤلو وسله والو د مخنیوي په خاطر د وسله والو کسانو او وسلو لرلو چارې منظمې کړي.
د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ د امنیتي سکټور په پرونۍ غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه خپله طرحه نوره هم منظمه کړي.
د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ازادي راډيو ته وويل: یوه مهمه طرحه ده چې ان شالله په عملي کېدو سره به يې یو لوی تغيير رامنځته شي او موږ به وکړای شو چې ټول وسله وال کسان که شخصي وي او که دولتي، په یوه دولتي سېستم کې جذب او ثبت کړو او داسې يې عیار کړو چې د دولتي سېستم له لارې هر چا ته امنیتي خدمات ورسول شي او د غیر مسؤلو وسله والو کسانو مخه ونیول شي.
د افغانستان په لویو ښارونو په ځانګړې توګه کابل کې د غیر مسؤلو وسله والو کسانو د حضور موضوع له کلونو راهيسي خلکو ته د اندېښنې وړ ده.