د بادغیس والي: په جوند ولسوالۍ کې څلور طالب وسله وال وژل شوي
د بادغیس والي وايي چې په جوند ولسوالۍ کې پرون مازیګر په هوايي حمله کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې او د ملکي تلفاتو په اړه يې راپور نه دی تر لاسه کړی.
عبدالغفور ملکزي پرون ماښام ازادي راډيو ته په دې اړه داسې وویل: هوايي حمله د جوند ولسوالۍ او غور ولایت تر منځ پر پوله شوې، څلور طالب سخت دريځي وژل شوي او یو ټپي شوی، دوه موټر سایکلونه يې هم له منځه تللي، د ملکي تلفاتو په اړه مو راپور نه دی تر لاسه کړی.
د بادغیس ولایتي شورا غړي خان جان ظفر پرون ماسختن له ازادي راډيو سره په ټیلیفوني خبرو کې تاييد کړه چې په دې پېښه کې سخت دريځي هدف ګرځېدلي وو او وژل شوي کسان طالبان دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې یو شمېر رسنیو په دې بمبارۍ کې د ملکيانو د وژل کېدو راپور ورکړی و.