چین: پېکنګ به د وسلو د نوي تړون لپاره د ټرمپ وړاندیز ونه مني
په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژانګ جون پرون وویل، چین د امریکا او روسیې ترمنځ د منځني واټن اټمي وسلو د تړون پر لغوه کېدو خواشینی دی او پېکنګ به د وسلو د نوي تړون لپاره د ټرمپ وړاندیز ونه مني.
د امریکا او روسیې ترمنځ د منځني واټن اټمي وسلو تړون (آی. اېن. اېف) په ۱۹۸۷کال کې د امریکا د هغه مهال ولسمشر رونالډ ریګن او د شوروي اتحاد ولسمشر میخایل ګورباچوف لاسلیک کړی و چې پرون واشنګټن په رسمي ډول له دې تړونه بهر شو.
د سږ کال په لومړیو کې امریکا او ناټو پر روسیې د نویو کروز توغندیو د ځای پرځای کولو تور پور کړ، مسکو دغه تور رد کړی دی.
ولسمشر ټرمپ پرون وویل چې دی دې ته لېوال دی چې له روسیې سره یو نوی تړون لاسلیک کړي او چین پکې داخل کړي او په دې تړون کې به هر ډول اټمي وسلې راکمې کړي.