د ایتالله اصف محسني مړی په کابل کې خاورو ته وسپارل شو
![د ایتالله اصف محسني مړی په کابل کې خاورو ته وسپارل شو](https://gdb.rferl.org/D167A714-18EF-489F-B881-DC8511B13D2B_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د شیعهګانو د لوی مذهبي مشر ایتالله اصف محسني مړی په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.
هغه له یوه کال راهیسې ناروغ و او پرونیې د اګسټ په ۵مه ساه ورکړه.
ایتالله اصف محسني ۸۴ کلن و او په افغانستان کې د شیعه مذهبي عالمانو د شورا مشري یې هم کوله.
محسني پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل په کلونو کې د "حرکت اسلامي افغانستان" په نوم د مجاهدینو د یوه ګوند مشر و. هغه په وروستیو څو کلونو کې په دیني تحقیق او لیکنو بوخت و.
محسني مکرراً په افغانستان کې د شیعه او سني مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او مخالفت پر ضد خبرې کولې.