د خوست ښار له وارداتي برېښنا سره وصل شو
د خوست ښار له وارداتي برېښنا سره وصل شو.
د خوست چارواکي وايي، دا برېښنا اوسمهال د ښار له مخکنۍ شبکې سره وصل شوه چې ۲۰۲۰ کورنیو ته یې حرارتي برېښنا رسوله او نورو ديارلسو زرو کورنیو ته د برېښنا پر رسولو کار دوام لري.
د خوست والي محمد حلیم فدايي د وارداتي برېښنا د سب سټېشن د افتتاح پر مهال ازادي راډیو ته وویل: هغه برېښنا چې د خوست خلک یې ډېر غوښتونکي وو، نن عملاً کورونو ته وصل شوه، کورنۍ شبکه به نوره هم پراخه شي او په ټوله کې به ديارلسو زرو کورونو ته له دې شبکې برېښنا ورکړل شي.
د خوست خلک اوسمهال د وارداتي برېښنا د یوه کیلواټ په بدل کې ۶ اعشاریه ۲۵ افغانۍ او د ښار سوداګر د یوه کیلواټ په بدل کې ۱۷ افغانۍ بیه پرې کوي.
د حرارتي برېښنا بیه تر دې څو چنده زیاته وه.
د خوست اوسېدونکي وارداتي برېښنا ته د لاسرسي په خاطر خوشاله دي، خو هیله لري چې د ولسوالیو اوسېدونکي به هم د برېښنا له انرژۍ برخمن شي.