هند د جمعې د لمانځه لپاره په کشمیر کې په سخت ګرځبندیز پابندي کموي
![هند د جمعې د لمانځه لپاره په کشمیر کې په سخت ګرځبندیز پابندي کموي](https://gdb.rferl.org/BDECA9F5-AEE4-404F-8A48-2338235AC6B3_cx0_cy14_cw0_w800_h450.jpg)
هندي چارواکو ویلي چې نن د جمعې د لمانځه لپاره په کشمیر کې په سخت ګرځبندیز پابندي کموي.
د هند د پولیسو یوه مسؤل دلباغ سنګ ویلي چې خلک به د سرینګر ښار په ګڼو برخو کې ځینو سیمو خاصتاً جوماتونو ته پرېښودل شي.
په هند کې له کله چې حکومت د کشمیر کورواکي ختمه کړې، د خلکو په غونډو او زیاتو ګرځېدو ممناعت لګول شوی.
د کشمیر د کورواکۍ په ور ختمېدو هند دغې سیمې ته ګڼ عسکر ور لېږلي او د پاکستان غوصه یې پارولې ده.
پاکستان ویلي چې ان د یوې بلې جګړې احتمال هم شته.
له دې سیمې پرون د راپورونو په اساس څه باندې پنځه سوه خلک د پولیسو له خوا نیول شوي هم و او ګڼ شمېر بیا د احتمالي جنګ له وېرې کډه شوي دي.