د هانګ کانګ نړیوال هوايي ډګر نن ټول بهرني پروازونه لغوه کړي
د هانګ کانګ د نړیوال هوايي ډګر چارواکو نن د اګست په دولسمه وویل چې ټول بهرني پروازونه یې لغوه کړي دي.
په هانګ کانګ کې نن څلورمه ورځ ده چې د حکومت مخالف مظاهره چیان د نړیوال هوايي ډګر په ترمینل کې راغونډ شوي دي.
د هانګ د نړیوال هوايي ډګر له لوري په خپاره شوي بیان کې راغلي چې ټول عملیات یې په شدت له خنډ سره مخامخ شوي، ځکه زرګونه مظاهره چیان په دې سیمه کې را غونډ شوي دي.
د هانګ کانګ نړیوال هوايي ډګر د نړۍ له ډېرو مشغولو هوايي ډګرونو دی.
په هانګ کانګ کې له لسو اوونیو راهیسې د ډموکراسۍ په پلوۍ مظاهرې کېږي.
د نن ورځې په پېل کې د هانګ کانګ پولیسو وویل چې هغوی د اوبو پاشلو ځانګړي موټر د اعتراض کوونکو سیمې ته ور استوي او که چېرې مظاهرې داسې ځای ته ورسېدې چې د خلکو شتمنیو ته زیان ورسېد، یا د خلکو او عامه نظم مصؤنیت ته جدي ګواښ پېښ شو، استعمال يې کړي.
د هانګ کانګ حکومتي چارواکو ویلي چې پرون د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ په نښتو کې ۴۵ تنه ټپیان شوي دي.