د قرغزستان پخوانی ولسمشر اتمبایف په نویو جرمونو تورن شو
د قرغزستان چارواکو پخوانی ولسمشر الماس بېک اتمبایف په نویو جرمونو تورن کړی دی.
پولیسو تېره اوونۍ د اتمبايف پر کور چاپه ووهله او دی یې توقیف کړ.
د لوی څارنوال د دفتر ویاند ضمیر بایشکېف نن ویلي چې اتمبایف د یو شمېر تورونو ترڅنګ د ادارو د استازو پر ضد په تاوتریخوالي، ډلهيیزې بېثباتۍ رامنځته کولو او د وژلو په هڅه تورن دی.
اتمبايف تر دوه ورځې وسلهوال مقاومت وروسته د اګسټ په اتمه نېټه پولیسو ته تسلیم شو.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په نښتو کې د ځانګړو ځواکونو یو افسر ووژل شو او ۱۷۰ نور ټپیان شول.