د بریتانیا سمندري ځواکونو د ایران بېړې خوشې کړه
![د بریتانیا سمندري ځواکونو د ایران بېړې خوشې کړه](https://gdb.rferl.org/1DA4D3AC-AC24-425A-889C-0A84E6BEC3E7_cx0_cy6_cw0_w800_h450.jpg)
د ایران د تېلو د لېږدولو یوه ستره بېړۍ چې په جبلالطارق کې نیول شوې وه، خوشې شوې ده.
د سمندر پورې غاړې ته د بریتانیا د مربوطو سیمو چارواکو پرون د اګسټ په ۱۶مه، وویل چې د ایران بېړۍ ازاده ده او له دې سیمې تلئ شي.
د راپورونو په حواله، تر دې اعلان وروسته، د بېړۍ د نوم پر بدلولو او د بېړۍ د بیرغ په نوي کولو کار پیل شو.
د ایران د بندرونو او سمندري چارو د سازمان مرستیال، جلیل اسلامي پرون په ټلوېزیوني وینا کې ویلي چې د ګرېس [ون] په نوم بېړۍ به د ایران تر بیرغ لاندې حرکت وکړي.
دا بېړۍ د جولای په څلورمه نیول شوې وه.
د بریتانیا سمندري ځواکونو ویلي و چې دې بېړۍ په قاچاقي ډول د ایران تېل سوریې ته لېږدول چې د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده، خو ایران دا ادعا رد کړې وه.
اسلامي پرون وویل چې دا بېړۍ به د ایران تر بیرغ لاندي او د [ادرین دریا] په نوم حرکت وکړي. د هغه په وینا، بېړۍ د روسیې ساخت وه او د پانامې تر بیرغ لاندې روانه وه. په بېړۍ کې د ایران د تېلو دوه میلیونه بېرله بار دي.