شاه دو شمشېره جومات په څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو بیا رغول کېږي
![شاه دو شمشېره جومات په څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو بیا رغول کېږي](https://gdb.rferl.org/A0431D9F-0013-4FF9-AB41-BF0964E173CA_w800_h450.jpg)
د کابل ښار په زړه کې د شاه دو شمشېره جومات د بیا رغولو کار پرون د اګسټ په ۱۶ مه، پیل شو.
د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ویلي چې دا تاریخي جومات په څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو رغول کېږي او د بیارغونې کار بهیې په تقریباً، دوو میاشتو کې پای ته ورسېږي.
د ارګ د خبرپاڼې په حواله، د شاه دو شمشېره جومات د بیارغونې د کار د پیل رسمي مراسمو ته د افغانستان د پخواني پاچا، امانالله خان لورګانې [پخوانۍ شاهزادګۍ] هندیه او ناجیه هم ورغلې وې.
پخواني پاچا، امانالله خان د ۱۹۱۹ میلادي کال د اسد په ۲۸مه د افغانستان خپلواکي رسماً اعلان کړه.
د افغانستان حکومت د ازادۍ د سلمې کلیزې د لمانځلو لپاره ترتیبات چټک کړي دي.