د فرانسې ولسمشر له خپل روسي سیال سره وکتل
![د فرانسې ولسمشر له خپل روسي سیال سره وکتل](https://gdb.rferl.org/86D895D8-A703-453F-81F6-D8197AD76AE7_cx2_cy30_cw50_w800_h450.jpg)
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون نن دوشنبه په خپل استوګنځي کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل.
تمه کېږي چې د دوو هېوادونو د مشرانو ترمنځ خبرې د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره په خبرو اترو کې پر پرمختګ متمرکزې وي.
دوی به همداراز د سوریې د کړکېچ او له ایران سره په اټمي موافقې کې د اوسنیو اختلافاتو په اړه خبرې وکړي.
ایمانوئل مکرون تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د پاریس په لمنه کې په ورسای ماڼۍ کې له پوتین سره لیدلي وو.
د فرانسې او روسیې ولسمشران وروسته له دې سره ویني چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روانې میاشتې په لومړیو کې له پوتین څخه وغوښتل چې د اوکراین د ختیځ د لانجې په پای ته رسېدا کې مرسته وکړي.