د امریکا لهخوا د کروز توغندي پر ازمویلو د پوتین انتقاد
![د امریکا لهخوا د کروز توغندي پر ازمویلو د پوتین انتقاد](https://gdb.rferl.org/B29EDA08-B9CB-4CA1-BE3A-DE649E5113C6_w800_h450.jpg)
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فنلنډ د سفر پر مهال د امریکا د کروز توغندیو پر ازموینې انتقاد وکړ.
ولادیمیر پوتین په ورته وخت کې ګاونډي هېواد فنلنډ ته د روسیې د یوه پوځي مرکز دننه د چاودنې له امله د وړانګو د خپرېدو د ګواښ په خاطر ډاډ ورکړ.
پوتین دا خبرې پرون په پلازمېنه هلسنکي کې د فنلنډ له ولسمشر سوولي نینیستوپ سره د ګډې خبرې غونډې پر مهال وکړې.
د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ د کروز توغندي د ازموینې اعلان وکړ چې تر ۵۰۰ کیلو مترو پورې خپل هدف ویشتلی شي.