محمد محقق د عبدالله عبدالله له ټیم سره یوځای شو
![محمد محقق د عبدالله عبدالله له ټیم سره یوځای شو](https://gdb.rferl.org/4B4920E7-3CF4-4F0A-A327-54C464E9F092_cx0_cy31_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق د ثبات او همپالنې په نوم له انتخاباتي ډلې سره یوځای شو.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشري د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس او جمهوري ریاست ته نوماند، عبدالله عبدالله کوي.
د دې ډلې ویاند، فریدون خوځون نن د اګسټ په ۲۲مه ازادي راډیو ته وویل چې محمد محقق به سبا په کابل کې په یوه غونډه کې خپل رسمي موقف اعلان کړ.
محمد محقق مخکې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال په انتخاباتي ډله کې مرستیال و.
ښاغلي محقق د ازادي راډیو پرلهپسې اړیکو ته ځواب ورنهکړ.