فرانسې له هنده د کشمیر د وګړو د حقونو د درناوي غوښتنه کړې
![فرانسې له هنده د کشمیر د وګړو د حقونو د درناوي غوښتنه کړې](https://gdb.rferl.org/683C80ED-BC19-4CD9-BCA7-5C8E9533F1FC_w800_h450.jpg)
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د هند صدراعظم نریندرا مودي ته ویلي چې پاریس د کشمیر حالات له نږدو څاري او ټینګار یې ورباندې کړی چې د دغې وېشل شوې سیمې د دواړو لورو د خلکو حقونو ته باید درناوی وشي.