د پاکستان او هند ترمنځ ريښتیا هم د اېټمي جګړې خطر شته؟
عمران خان ویلي چې د دوو ایټمي هیوادونو پاکستان او هند ترمنځ د نښتې خطر مخ په زیاتېدو دی. د اګست پر ۱۶مه د هند د دفاع وزیر راج نات سینګ هم د اېټمي وسلې په کارولو کې لومړيتوب ورکولو ته اشاره کړې وه.