په پروان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د ګزمې پر موټرو موټربم برید شوی
د پروان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د ګزمې پر موټرو یو موټربم برید شوی دی.
بریدګر د بګرام ولسوالۍ په صیاد بازار کې د ګزمې موټرونه په نښه کړي.
د پروان ولایت د امنیتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز قوماندان الوزي احمدي ازادي راډيو ته وویل چې د غوڅ ملاتړ ماموریت یا بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري، خو په سیمه کې د دې موټربم له امله یو شمېر دوکانونه زیانمن شوي دي.
وسله والو طالبانو ادعا کړې چې پر امریکايي پوځیانو یې بېګاه د پروان په صیادو کې موټربم برید کړی، اووه امریکایي پوځیان یې وژلي ۴ نور يې ژوبل او د دوی دوه ټانکونه یې له منځه وړي دي.
وسله والو طالبانو داسې وخت پر امریکايي پوځیانو د موټربم برید او هغوی ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې چې د دې ډلې سیاسي مشران د چهارشنبې له ورځې راهیسې په قطر کې له امریکا سره په نهم دور خبرو بوخت دي.
تر دې دوه ورځې مخکې دوه امریکايي خاص پوځیان په فاریاب کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي.
په افغانستان کې مېشت بهرنیو ځواکونو خاصتاً امریکايي پوځیانو په پروان کې د دې موټربم برید په اړه څه نه دي ویلي.