د ایران لویې تېل وړونکې بېړۍ اوس خپل مسیر د ترکیې میرسین بندر ټاکلی
![د ایران لویې تېل وړونکې بېړۍ اوس خپل مسیر د ترکیې میرسین بندر ټاکلی](https://gdb.rferl.org/3BE117AD-F67D-4DE4-89F5-D993EF5B9FBA_cx45_cy10_cw55_w800_h450.jpg)
د ایران لویې تېل وړونکې بېړۍ اوس خپل مسیر د ترکیې میرسین بندر ټاکلی دی.
ادریان دریا بېړۍ چې مخکې ګرېس یو نومېده، په مدیترانې کې یې نن سهار په اتومات پېژندنې سېستم کې خپل مسیر د ترکیې میرسین بندر ټاکلی چې د سوریې د بانیسیا تېلو چاڼځای سره ۲۰۰ کیلومتره واټن لري.
ادریان دریا مخکې له دې چې د جولای په ۴مه د جبل الطارق چارواکو له خوا ایساره شوې، ویل کېدل چې د سوریې همدې چاڼځای ته روانه وه.
که څه هم جبل الطارق د اسد په ۲۷مه د ادریان دریا له خوشې کېدو سره موافقه وکړه، خو د امریکا حکومت یونان او نورو ټولو لرو نږدې بندرونو ته ګواښ کړی چې له دې بېړۍ سره دې مرسته نه کوي، که نه تاوان به وکړي.
متحده ایالتونو ګواښ کړی چې په سپاه پاسداران انقلاب اسلامي پورې په ټولو تړلو سیمو کې به دا بېړۍ ونیسي.
امریکا د ایران سپاه ځواکونه د بهرني ترورېستي سازمان په توګه پېژني او د ادریان دریا بېړۍ له خوشې کېدو وروسته یې وویل چې د سپاه لاس ته به نورې پیسې هم ورشي، څو په خپلو فعالیتونو کې ترې کار واخلي.
په ادریان دریا تېل وړونکې بېړۍ کې د ۱۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت اومه تېل بار دي.