افغان ژورنالېست اکبر ايازي تېره شپه له دې نړۍ سترګې پټې کړې
د افغانستان پېژندل شوی ژورنالېست اکبر ايازي تېره شپه په امريکا کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
اکبر ايازي لس کاله په ازادي راډيو کې د افغانستان د څانګې د رئيس او بيا د مرکزي او جنوبي اسيا د څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.
هغه په وروستيو کې په امريکا غږ کې د جنوبي او مرکزي اسيا سيمه ييز مشر و.
ارواښاد اکبر ايازي له امريکا غږ سره په خپله يوه مرکه کې ويلي وو چې له ژورنالېزم سره يې له کوچنيوالي مينه وه.
ده ویلي وو: ما په ژورنالېزم کې تقريباً ٣٥ کاله کار کړى، ٢٤ کاله په امريکا غږ کې او ١٠ کاله په ازادي راډيو کې، زما له دې مسلک او کار سره مينه ده.
د ارواښاد ايازي کورنۍ وايي، د هغه د جنازې او فاتحې په اړه به وروسته معلومات خپاره کړي.