یوه افغان کډوال ځوان په یونان کې دوه نور افغانان په چړې وهلي
![یوه افغان کډوال ځوان په یونان کې دوه نور افغانان په چړې وهلي](https://gdb.rferl.org/08F2C225-8211-43FD-9007-E1348CAEC85E_w800_h450.jpg)
یوه پنځلس کلن افغان په یونان کې د موریا په نوم د کډوالو په یوه کمپ کې دوه نور افغانان په چړې وهلي او ټپیان کړي یې دي.
دا پېښه د یکشنبې په ورځ ناوخته د دې کمپ په هغه څانګه کې وشوه چې بې سرپرسته نوي ځوان کډوال پکې ساتل کېږي.
د یونان دولتي رسنیو ویلي چې دغه هلک د افغانانو پر یوې ډلې په چړې حمله وکړه، خو وایي چې دلیل یې تر اوسه معلوم نه دی.
راپورونه وایي چې په موریا کمپ کې چې د ۱۶۰ کسانو ظرفیت لري، شااوخوا ۶۰۰ کسان پکې ساتل کېږي.