کابل کې د وزلوبې سیالۍ
په کابل کې د وزلوبې سیالیو لپاره پچه اچونه وشوه.
د بچې اچونې په دغه بهېر کې د وزلوبې ملي فدراسیون او د بدني روزنې عمومي ریاست مسوولینو ګډون کړی وو.
د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون مرستیال غني مدقق ازادي راډيو ته وویل، چې دغه لیګ د ملي ټلویزیون او د وزلوبې فدراسیون له لوري د ۸ ورځو لپاره د کابل په غازي لوبغالی کې ترسره کېږي.
نوموړي وویل چې په دغو لوبو کې د فاریاب، تخار، کابل، پنجشیر، جوزجان، فاریاب، کندز، بدخشان، سمنګان، کاپیسا، سرپل، بغلان، بامیان، مزار او کابل ټيمونو ګډون کړی.
د دې لوبو لومړنۍ سیالي د راتلونکي شنبې په ورځ ترسره کېږي.