هلمند کې د لړمانو د روزنې دویم فارم جوړ شوی
د هلمند ولایت سیمهییز چارواکي وايي په دغه ولایت کې د لړمانو دویم جوړ شوی فارم د ۵۰ زره لړمانو د روزنې وړتیا لري او په دې فارم کې اووه ډوله لړمان روزل کېږي.
دغه فارم چې نن پرانېستل شو د مسؤلېنو په خبره، په دې فارم کې به کربوړې هم وروزل شي.
د هلمند د کرنې رئیس زلمي الکوزي ازادي راډيو ته وویل، چې د دې ولایت د کرنې ریاست په دې ولایت کې د لړمانو د فارمونو د پراختیا په هدف د فارم لرونکو ستونزې اورېدلي او په فني توګه یې دوی ته لازمې لارښونې کړي دي.
دا په هلمند کې د لړمانو روزنې دویم ستر فارم دی.
تر دې وړاندې هم په دې ولایت کې د لړمانو روزنې یو فارم جوړ شوی، چې ۱۶زره لړمان په کې روزل کېږي.
د هلمند د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په پام کې ده، چې په دې ولایت کې د لړمانو نور فارمونه هم جوړ شي.
د لړمانو خوراک چینجي دي او هر لړم درې میاشتو کې شپږ څاڅکي زهر تولیدوي، چې د یو کیلو زهرو بیه نږدې لس میلیونه ډالرو ته رسېږي.
چارواکي وايي، چې یاد فارمونه یې له هېواد څخه د لړمانو د قاچاق د مخنیوي په موخه جوړ کړي دي.