چارواکي: کندز کې لسګونه پروژې پلې شوي
د کندز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي، په روان کال کې د دې ولایت په کچه د ملي تړون پروګرام له لارې ۱۰۹ ټولګټې پروژې او دغه شان د کلیو پراختیا پروګرام له لارې ۱۴۲ ټولګټې پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د نوموړې ادارې رئیس دوست محمد ریحان په دې اړه ازادي راډیوته وویل: "موږپه روان کال کې د ملي تړون د برنامې له لارې ۱۰۹ پروژې پلې کړي او پرې ۲۰۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او دغه راز موږ د کلیو پراختیا پروګرام له لارې ۱۴۲ پروژې پلې کړي او پرې ۱۸۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او په دې پروژو کې د سړکونو، پلونو، کانالونو، د اوبو بندونه او داسې نورې پروژې شامل دي."
د کندز ولایت د کلیوالو سیمو اوسېدونکي وايي، څو کاله وړاندې دوی د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ وو چې له امله یې، زیات شمېر خلک په بېلابېلو موسمې ناروغیو اخته کېدل، خو په دې وروستیو کلونو کې د ملي پیوستون د پروګرام له لارې په کلیو کې د اوبو څاګانې کېندل شوي او دغه راز نورې پروژې پلې شوي او د خلکو ستونزې تر ډېره هواره شوې دي.
د کندز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکی محمدالله وویل: "پخوا زموږ د کلي سړک او لارې خرابي وې او موږ په ډېرو ستونزو سره له کلي نه ښار ته تګ را تګ کاوه خو اوس زموږ د کلي سړکونه او کوڅې جوړې شوې دي او اوس مهال زموږ کلي ته موټرونه تګ را تګ کوي او د خلکو ستونزې هوارې شوي دي."
د دوی په وینا، پخوا د کرنې په برخه کې د اوبو منظم سیستم موجود نه وو او له امله یې بزګرانو د دوبي په موسم کې د اوبو د وېش پر سر شخړې کولي او ان مرګ ژوبله به په کې رامنځته کېده، خو په دې وروسیتو کلونو کې د دولت له لورې د اوبو د تنظیم په برخه کې د پام وړ کارونه شوي دي او په ترڅ کې یې د اوبو پرسره هغه پخوانې شخړې له منځه تللي دي.
د کندز د اوسېدونکو په وینا، چې په دې وروستیو کلونو کې د ټولګټو پروژو په پلې کولو سره د روغتیا، ښوونې او روزنې، کرنې، ـرانسپورټ او د اوبو د تنظیم په برخه کې د خلکو ستونزې هوارې شوي دي او دغه راز ددغو پروژ پر دوام ټېنګار کوي.