لوګر کې د کرونا وایروس ۱ مشکوکه پېښه ثبت شوې
لوګر کې د کرونا وایروس یوه مشکوکه پېښه ثبت شوې.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسولین وایي، چې ددې ولایت یو تن اوسیدونکی د تېرې جمعې په ورځ د کرونا په وایروس شکمن پېژندل شوی.
د لوګر د عامې روغتیا رئیس ډاکټر رسول ګل ثمر ازادي راډيو ته وویل، چې ۲۱ کلن میرمحمد د حاجي محمد زوی د لوګر د څرخ ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې د ایران هېواد له شیراز ولایت څخه راغلی او په وینا یې اعراض او علایمو ته په کتو د کرونا په وایروس شکمن پېژندل شوی او دا مهال د شهید شفیق الله لودین په روغتون کې قرنطین دی.
نوموړي وویل، د یاد ناروغ طبي معاینات یې مرکز کابل ته لېږلي، څو مالومه شي، چې نوموړی په کروناوایروس او که په کومه بله ناروغۍ اخته دی.
د افغانستان زیاتره وګړي په ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا په پاکستان او ایران کې کډوال دي، چې په دې وروستیو کې د کرونا وایروس په ایران کې په زیاته اندازه خپور شو او دلته په هېواد دننه یې هم ګڼې اندېښنې را پورته کړي.