نګهت داد پر انټرنېټ له ځورېدلو ښځو سره مرسته کوي
![نګهت داد پر انټرنېټ له ځورېدلو ښځو سره مرسته کوي](https://gdb.rferl.org/8321bf5e-1e46-4200-8624-98021d0a79f4_tv_w800_h450.jpg)
د ښځو د حقونو مدافع او وکيلې نګهت داد په پاکستان کې يوه اداره جوړه کړې چې پر انټرنېټ له ځورول کېدونکو ښځو سره مرسته کوي. دوی د شکايتونو ثبتولو لپاره د مرستې يوه ټيليفوني شمېره برابره کړې او وايي هره ورځ ورته نيزدي ۲۰ ټيليفونونه ورته کېږي. دوی دا شکايتونه حکومت سره شریکوي او په دې توګه د خلکو ژوند ژغوري. د اې اېف پي اژانس ویډیو.