مصر خپل ټول جوماتونه او کلیساګانې تړلي
کرونا ویروس سره د مبارزې په لړ کې مصر په موقته توګه په دې هېواد کې ټول جوماتونه او کلیساګانې تړلي.
دا په داسې حال کې ده چې د نورې نړۍ هېوادونو هم د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د خلکو پر لویو غونډو او راټولېدو بندیزونه او محدویتونه لګولي دي.
د مصر د اوقافو وزارت د شنبې په ورځ وویل، ټول جوماتونه د دوو اوونیو په مخه تړلي دي. په مصر کې د قبطی عیسویان مذهبي مشرانو هم د دوو اوونیو لپاره د کلیساګانو د تړلو پرېکړه کړې.
مصر شااوخوا ۱۰۰ میلیونه نفوس لري چې په ۱۰۰ کې ۱۰ یې عیسویان دي.
تر دې مخکې ګڼو مصریانو په ټولنیزو شبکو کې پر حکومت نیوکې کړې وې چې د کرونا د خپرېدو په وړاندېیې جدي اقداماتو ته مخه نهده کړې.