مونتهنګرو کې د کرونا ویروس له امله لومړنۍ مړینه
مونتهنګرو په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د لومړنۍ مړینې خبر ورکړ.
د دې هېواد یو ۶۵ کلن سړي په یوه روغتون کې د کرونا ویروس له کبله ساه ورکړه.
د مونتهنګرو د روغتیایي مرکز مشر "Jevto Erakovic" پرون ویلي وو چې دغه کس د سږو له سختې ناروغۍ کړېده چې دغه روغتون ته یوه ورځ وړاندي وروستل شو.
په دې اروپایي هېواد کې که څه هم حکومت پولې تړلې دي، عامه ټرانسپورټیې بند کړی او ښوونځي او رستورانتونهیې تړلي، خو د کرونا ویروس د ۲۲ پېښو راپور ورکړل شوی دی.