دوکۍ؛ د کور نړېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي
![دوکۍ؛ د کور نړېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي](https://gdb.rferl.org/2511A338-F8AE-4A13-921E-A3DD9F8726D8_w800_h450.jpg)
د بلوچستان په دوکۍ ضلع کې د باران له وجې د یو کور نړېدوپه پېښه کې ۵ کسان وژل شوي او یو ژوبل دی.
د دوکۍ ډپټي کمشنر قربان علي مګسي د مارچ پر ۲۲مه مشال رېډیو ته وویل، په هوسړي سیمه کې د یو کور د کوټې نړېدو په دې پېښه کې په وژل شویو کې دوې ښځېې او درې ماشومان دي.
قربان مګسي زياتوي، د پیښې ځای ته په سمدستي توګه لیويز ځواک او ځايي خلک ورسېدلي او یو تن یې په ژوبل حالت کې له ملبې را وایستلی چې هسپتال ته رسول شوی دی.