د چپن په هوبې کې پر ځینو سیمو د سفر محدودیت لیرې کېږي
![د چپن په هوبې کې پر ځینو سیمو د سفر محدودیت لیرې کېږي](https://gdb.rferl.org/492451A5-3BBF-4417-8DE3-F8D42F98E800_w800_h450.jpg)
چینایي چارواکي وایي، د هوبې ولایت پر ځینو سیمو د سفر محدودیت به لیرې کړي.
هوبې د چین له مرکزي ولایتونو څخه دی چې د تېر میلادي کال په وروستیو کې د کرونا ویروس پهکې په لومړي ځل راپورته شو.
دغه ولایت دوه میاشتې په قرنطین کې و، خو د دې ولایت مرکز ووهان ښار د کرونا ویروس له کبله د اپرېل تر اتمې قرنطین شوی دی.
له څه باندې یوې اوونۍ راهیسي په هوبې ولایت کې د کرونا ویروس تازه پېښې نهدي ثبت شوي، خو په ټول چین کې د ۷۸ نویو پېښو راپور ورکړل شوی دی.