فراه کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي
![فراه کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي](https://gdb.rferl.org/060E77F5-9D99-41FE-B2A4-9260141D9EE8_cx6_cy12_cw50_w800_h450.jpg)
په فراه ولایت کې د سېلابونو له کبله دوه تنه مړه شوي او ۱۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې چارو مشر عبدالغفور ایوبي ازادي راډیو ته وویل چې دا سېلابونه په خاک سفید ولسوالۍ کې راغلي دي.
د نوموړي په خبره له سېلابځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره د سروې ډلې سیمې ته رسېدلي دي.
د ښاغلي ایوبي په خبره تېره ورځ هم د فراه په بکوا، ګلستان او انار دره ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له کبله خلکو ته مالي زیان رسېدلی دی.