د کرونا ویروس له کبله د المپیک نړیوالې لوبې وځنډیدې
![د کرونا ویروس له کبله د المپیک نړیوالې لوبې وځنډیدې](https://gdb.rferl.org/9F177121-EE6C-44E5-B57B-25C33DE57698_w800_h450.jpg)
د المپیک نړیوالې لوبې د کرونا ویروس له کبله تر ۲۰۲۱ کال پورې وځنډیدې.
دا پرېکړه د المپیک نړیوالې کمیټې او د جاپان صدراعظم شینزو ابې په ګډه کړې ده.
د دې پرېکړې له مخې دا لوبې به د ۲۰۲۱ میلادي کال تر دوبي نه اوړي خو لا به هم د ۲۰۲۰ کال المپیک لوبي بلل کېږي.
تمه وه دا لوبې د روان میلادي کال د جولای له ۲۴ د اګسټ تر ۹ نېټې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې ترسره شوي وای، خو د المپیک نړیواله کمیټه د سپورټي فدراسیونونو او لوبغاړو د روغتیایې اندېښنو له کبله تر فشارونو لاندي وه چې دا لوبې باید وځنډول شي.