'روان کال کې به د صنعتي پارکونو ۹ پروژې پلې شي'
!['روان کال کې به د صنعتي پارکونو ۹ پروژې پلې شي'](https://gdb.rferl.org/463800E7-81BE-41D4-887F-24C2C9FC5C68_w800_h450.jpg)
د افغانستان د سواګرۍ او صنعت وزارت وايي چې په روان لمریز کال کې به د صنعتي پارکونو ۹ پروژې پلې شي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د اعلامیې په اساس د دغه وزارت سرپرست اجمل احمدي تېره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا په ځانګړې ناسته کې وویل، تېر کال د صنعتي پارکونو څلور پروژې بشپړې شوې.
ښاغلي احمدي زیاته کړه چې په پنځو ولایتونو کې د دغو صنعتي پارکونو د رغولو کار روان دی.
نوموړی همدا شان زیاتوي چې په لومړي ځل دغه وزارت د صنعتي پارکونو د مدیریت او پراختیا په موخه ستراتېژي، پالېسي او کړنلاره چمتو کړې.
په دغه ناسته کې ولسمشر محمد اشرف غني د پانګونې د نوې طرحې په ارائه ټینګار وکړ او ویېویل چې باید د طبي وسایلو په تولید باندې پانګونه وشي.
ښاغلي غني همدا شان سکټوري وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د زېربنا او برښنا ستونزه په اساسي ډول هواره کړي او د ښځو لپاره په صنعتي پارکونو کې د زیاتې پانګونې فرصتونه رامنځته کړي.