پلوسي له استازو جرګې د ۲،۲ ټریلیونه ډالرو بودجې تصویب وغوښت
![پلوسي له استازو جرګې د ۲،۲ ټریلیونه ډالرو بودجې تصویب وغوښت](https://gdb.rferl.org/B4ED47E6-FC31-409F-B915-CE3136D3E428_w800_h450.jpg)
د امریکا کانګرس د استازو مجلس به نن په متحده ایالاتو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې او د اقتصاد د ښه کولو لپاره ۲،۲ ټریلیون ډالر بودجه تصویب کړي.
په کانګرس کې به نن د مارچ په ۲۷مه، په دې اړه رأیګیري وشي او بیا به د توشېح لپاره ولسمشر ته واستول شي.
د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي له خپلو همکارانو غوښتنه کړې چې ژر تر ژرهیې تصویب کړي. له دې ځانګړې بودجې څخه به ۳۶۷ میلیارده ډالر د کوچنیو تجارتونو مالکانو ته ورکړل شي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپارهیې کارخانې تړل شوې دي.
همداراز هغو مأمورینو ته به معاشونه ورکول کېږي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په کورونو ناست دي یا له کورونو کار کولو ته مجبور شوي دي.