په عراق کې ۳ تنه برمته شوي فرانسویان خوشې شول
![په عراق کې ۳ تنه برمته شوي فرانسویان خوشې شول](https://gdb.rferl.org/4E05F4B8-8532-46BB-B63E-772DC7C5ED60_cx40_cy10_cw21_w800_h450.jpg)
د یوې نړیوالې خیریه مؤسسې څلور کارکوونکي په عراق له یرغملو څخه خوشې شول.
د فرانسې حکومت تأیید کړې ده چې د دې هېواد درې تنه له خپل عراقي همکار سره وروسته له دوو میاشتو خوشې شوي دي.
دغو کسانو په عراق کې له «اېس او اېس» مؤسسې سره کار کاوه.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون له یرغملو څخه د دې کسانو د خوشې کېدو له امله د عراق له چارواکو مننه وکړه.
تر اوسه دا څرګنده نهده چې څه معامله شوې ده چې دا کسان خوشې شوي دي.