کابل ښار کې د ګرځبندیز طرحه تأیید شوه
![کابل ښار کې د ګرځبندیز طرحه تأیید شوه](https://gdb.rferl.org/88FC72E5-9135-4B04-8AFF-D5213BE99B4F_w800_h450.jpg)
د افغانستان حکومت کابینې نن د مارچ په ۲۷مه، په کابل کې د ګرځبندیز طرحه تأیید کړه.
په عامه او ستراتېژیکو چارو کې د جمهور رئيس سلاکار وحید عمر نن پر ټویټر ولیکل چې د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوی لپاره د دې طرحې پر جزئیاتو کار کېږي.
وحید عمر لیکلي چې د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش به د طرحې په اړه له ولسمشر سره سلا کوي او بیا به عملي کېږي.
د طرحې د عملي کولو مسؤلیت یوې ځانګړې کمېټې ته سپارل شوی چې وروسته به جزئیات هم اعلانوي.