پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو برید شوی
![پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو برید شوی](https://gdb.rferl.org/B0DB65C2-7BAC-4EDE-8951-F1356C93530A_cx15_cy2_cw71_w800_h450.jpg)
سعودي عربستان پوځ پر دې هېواد د دوو بالستیک توغنديو د برید د شنډولو خبر ورکوي او وایي چې له دې دوو یو یې د پلازمېنې ریاض پر سر له منځه یوړل شو.
د سعودي هوايي ځواک نن یکشنبې وویل لومړی توغندی تېره شپه ناوخته د توغندیو د امریکايي دفاعي سیسټم پاتریوت په وسیله د ریاض پر سر شنډ شو او دوهم یو له یمن سره پر پوله د سعودي عربستان د جیزان ښار په هوا کې له منځه یوړل شو.
د سعودي د هوايي ځواک ویاند ترکي المالکي وویل چې له دې کبله تر دې دمه د تلفاتو راپور نهدی ورکړل شوی.
هغه زیاته کړه چې د توغندیو د چاودنې له کبله په دواړو ښارونو کې ځینې چرې د خلکو د استوګنې پر سیمو راپریوتې دي.
د دې حملو مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی خو له دې مخکې د ایران پلوي حوثي یاغي ډلې، چې په یمن کې د سعودي پوځ پرضد جګړه کوي د سعودي پر خاوره سلګونه میزایلونه توغولي دي.