روحاني: ایران کې ښايي د ژوند نوې طریقه ډېر وخت دوام وکړي
![روحاني: ایران کې ښايي د ژوند نوې طریقه ډېر وخت دوام وکړي](https://gdb.rferl.org/1F82C70C-77D1-4CF6-AEF3-B51784F34AAE_w800_h450.jpg)
ولسمشر حسن روحاني وايي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په ایران کې د ژوند نوې طریقه ښايي ډېر وخت دوام وکړي.
ولسمشر روحاني نن یکشنبې د کابینې په غونډه کې وویل، ایرانیان باید تر هغه مهاله د ژوند له دې نوې طریقې سره عادت وکړي چې د کویډ- ۱۹ ناروغۍ لپاره واکسین یا علاج موندل کېږي، په داسې حال کې چې دا کار تر اوسه نه دی شوی.
ښاغلی روحاني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران د روغتیا د وزیر سلاکار علي رضا وهابزاده نن پر ټویټر په یوه بیان کې وویل چې په دې هېواد کې په کویډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته کېدو له کبله د مړو شمېره ۲۶۴۰ ته او په کرونا ویروس د اخته کسانو ټول شمېر ۳۸۳۰۹ ته لوړه شوې ده.