د افغانستان د انځرو حاصلات به ۴۲ زره مټریک ټنو ته زیات شي
![د افغانستان د انځرو حاصلات به ۴۲ زره مټریک ټنو ته زیات شي](https://gdb.rferl.org/3B5A3C1F-5725-472C-A376-175A5A034B1B_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د انځرو د پروسس او بستهبندۍ طرحه وروستۍ کړه.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، دغه طرحه به سږ کال عملي شي چې د دې طرحې پر بنسټ به د انځرو حاصلات له ۲۵ زره مټریک ټنو ۴۲ زره مټریک ټنو ته زیات شي.
دغه وزارت وایي، دوی په پام کې لري چې په مرکز او ولایتونو کې د تازه او وچو انځرو د پروسس مرکزونه جوړ کړي او همدارنګه په راتلونکو پنځو کلونو کې به څه باندې ۳۲۵۰ هکټاره ځمکه کې د انځرو باغونه جوړ شي.
انځر د افغانستان له مهمو صادراتو یادېږي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت په وینا افغانستان ته لسګونه میلیونه ډالر عواید لري.
افغانستان تېر کال څه باندې ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د انځرو صادرات لرل.
اوسمهال د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې انځر تولیدېږي چې ډېر یې په لوېدیځو ولایتونو کې دي.