سرچینه: د ملي امنیت د جندر برخې ټپي شوې رئیسه مړه شوه
د افغانستان د ملي امنیت ریاست یوه سرچینه ازادي راډیو سره په خبرو کې تأییدوي چې د دغه ریاست د جندر رئیسه جنرال شرمیلا فروغ مړه شوې ده.
دغه سرچینې ونهغوښتل چې د موضوع د حساسیت له کبله خپل نوم واخلي، خو زیاتهیې کړه چې په دې اړه به د دغه ریاست لهخوا ډېر ژر اعلامیه خپره شي.
ویل کېږي چې جنرال شرمیلا فروغ تېره ورځ د یو مقناطیسي ماین په چاودنه کې چې د دې په موټر کې ځای پر ځای شوی و سخته ټپي شوه چې ننیې ساه ورکړه.
سرچینې وویل چې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره د دوی هڅې روانې دي، خو په ډاګهیې نهکړه چې دا د چا کار کېدلای شي.