په خوست کې د ناکامورا څلور لارې د جوړولو کار پیل شو
د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه د خوست ښار په ختیځ لوري کې د تیتسو ناکامورا په نوم د نومول شوې څلور لارې د جوړولو کارونه پیل شول. ناکامورا د پي ایم اېس په نوم د یوې جاپانۍ موسسې مشر وو، چې د تېر ز کال د ډسمبر پر څلورمه دندې ته د تګ پر مهال جلال اباد ښار کې د خپلو پنځو افغان همکارانو سره یو ځای د څو تنو وسله والو په برید کې ووژل شو.