سرچینه: په قطر دفتر کې د طالب مشرانو ترمنځ اختلافات زیات شوي
افغان حکومت وايي د بینالافغاني مذاکراتو د پیل لپاره طالبانو لا لازم چمتووالی نهدی بشپړ کړی. د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره د نن او سبا ژمنې تر هغې اوږدې شوې چې تمه یې کېده. تمه وه چې نن یکشنبه د افغان حکومت مرکچي پلاوی قطر ته تللی وای خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د بینالافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د افغان پلاوي ټولې تیارۍ بشپړۍ شوي او کله چې په دې ډاډه شول چې طالبان د خبرو لپاره چمتو دي قطر ته به سفر وکړي. د دې وزارت ویاندې ناجیې انوري ازادي راډيو ته وویل: "د مذاکراتو د پیل... Читать дальше...