د افغانستان په خاوره کې د پاکستان وروستي تحرکات ښکاره سرغړونې وبلل شوې
د ننګرهار والي وايي، د پاکستان له خوا د افغانستان په خاوره کې دننه د تاسیساتو جوړولو هڅه، ښکاره سرغړونه وه.
ډیورنډ کرښې ته څېرمه د مومندرې ولسوالۍ په غوړکي سیمه کې برايي د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونه په جګړه واوښتل چې یو سرحدي سرتېری ووژل شو.
ضیا الحق امرخېل نن په یوه ویډیويي پیغام کې دا تحرکات ښکاره تېری وباله.
هغه زیاته کړه: "دا ښکاره تجازو او د نړیوالو میثاقونو خلاف کړنه وه. موږ یې غندو. د افغانستان ولس ته ډاډ ورکوو، چې زموږ سرحدي ځواکونه د خپلې خاورې او عزت په کلکه دفاع کوي."
ننګرهار والي له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان د تحرکاتو په مخنیوي کې همکاري وکړي.