کرام الدین کريم: په مشروط ډول محاکمې ته حاضر يم
افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم، چې په جنسي تېریو تورن دی، وايي چې په مشروط ډول محاکمې ته حاضر دی.
ده نن په پنجشېر کې یوې غونډې ته وویل، محکمې ته چمتو دی خو په کابل کې لویې څارنوالۍ ته ځان نه سپاري بلکې یوې بیطرفه محکمې ته چمتو دی.
هغه زیاته کړه: "که چېرته یوه عادلانه محکمه دلته جوړه شي چې تاسو هم یاست او رسنۍ هم وي، مدني ټولنه وي هرڅوک چې غواړي دلته وي، رادې شي محاکمه دې وکړي که زه مجرم وم ولې نه، خو که مجرم نه وم او موضوع سیاسي وي، عقده وي، زور وي دا دې له دې مسالې سره نه غوټه کوي زه یو انسان یم، کورنۍ لرم، ماشومان لرم خپل خپلوان لرم."
شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې امنیتي ځواکونو د ده د نیولو هڅه وکړه خو د سیمې د اوسېدونکو د مخالفت له کبله دا هڅه ناکامه شوه.
د بشري حقونو څار سازمان د کرامالدین کریم په نیولو کې د افغان حکومت په ناکامۍ انتقاد وکړ.
د دې سازمان د اسیا برخې مرستیالې پترېشیا ګاسمن له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل د کریم په نیولو کې د حکومت ناکامي دا پيغام رسوي چې دا حکومت د خلکو د ساتنې وس نهلري یا نهغواړي دا کار وکړي.
هغې زیاته کړه که حکومت د کریم په نیولو کې پاتې راغلی، نو څنګه د هغو لاسته راوړنو ساتنه کولای شي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې کړي.
د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) اخلاقي کمېټې د تېر کال په جون میاشت کې پر کرام الدین کریم تور پورې کړ چې په فرانسه کې يې د نړیوال جام سیالیو پر مهال د افغان فوټبال ښځینه لوبغاړې په جنسي توګه ځورولي.
د جولای په ۱۴ د جنسي تېري او له خپل مقامه د ناوړه استفادې په خاطر د بندیز د لېرې کېدو لپاره د کرام الدین کریم د استېناف غوښتنه رد شوه.
د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د ۲۰۱۹ په جون کې کریم د تل لپاره د فوټبال په فدراسیون کې له دندې محروم کړ او نژدې یو میلیون ډالره یې جریمه کړ.
کرام الدین کریم له هماغه وخته په پنجشېر کې پټ دی.