هغه جهیل چې په ترکیه کې د کډوالو لپاره په هدیرې بدل شوی
د وان جهیل یوه له هغو سختو لارو ده چې کډوال، په تیره بیا افغانان اروپا ته د ځان رسولو لپاره پرې تیریږي. خو په ډیرو مواردو کې د اوبو بلې غاړې ته رسیدل ناممکنه او مرګونی کیږي. یوازې په تیرو لسو میاشتو کې نژدې اویا زره پناه غوښتونکي او کډوال په دې جهیل کې ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.