Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2020

افغانستان کې د ۱۷۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې رسولو لړۍ پیل شوه

0
د خوړو نړیوال سازمان (ډبلیو. ایف. پي) په پروان ،کاپیسا او میدان وردګو ولایتونو کې پر ۱۷۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو د مرستو د ویش خبر ورکوي.


د دغه سازمان ویاند وحیدالله اماني د شنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، دغه مرستې په ۱۱۰۰۰ کسانو ویشل شوي او دا لړۍ به روانه وي.


په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان "ډبلیو.ایف.پي" وايي، تراوسه په پروان، کاپیسا، او میدان وردګو ولایتونو کې پر څه باندې ۱۱۰۰۰ کسانو خوراکي توکي ویشل شوي دي. 


وحیدالله اماني وویل، دغه مرستې د یوې سروې له مخې له افغان حکومت سره په همغږۍ پرمستحقو کورنیو ویشل شوي دي.


هغه زیاته کړه: "په ټوله کې څه باندې ۱۷۰۰ کورنیو چې د غړیو شمېر له ۱۱۰۰۰نه اوړي، دغه مرستې ترلاسه کړي دي، مرستې او سروې روانې دي، دغه مرستې د امریکا د نړیوالې پراختیا يي ادارې، جاپان، سویزرلینډ او د ملګرو ملتو د بشري مرستو په همکارۍ ویشل شوي دي."


ښاغلي اماني وویل، دغه مرستې چې ۴ بورۍ شوي اوړه، ۲۰ لیتره غوړي، ۲۵ کیلو دال نخود، ایودین لرونکې مالګه، بېسکټ او د امېندوارو ښځو لپاره ځانګړې درمل په کې شامل دي پر مستحقو ویشل شوي دي.


ده زیاته کړه، دغه مرستې تر دوو میاشتو پورې کورنیو ته بسیا کېږي. 


په ورته وخت کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې پر خپلې تویټرپاڼه لیکلي چې د غه مرستې یې د خوړو د نړیوال سازمان په همکارۍ سیلاب ځپلو ته رسولي دي.


خو د پروان ولایت ځینې اوسېدونکي وايي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.


یو تن وویل: "زما نوم عبدالصمیم دی د پروان له ولایته یم، د خوړو نړیوال سازمان له موږ سره د غوړو، اوړو مرسته وکړه، مننه ترې کوو خو کافی نه دي موږ ډېرو مرستو ته اړتیالرو."


د دې ولایت بل اوسېدونکي وویل: "نوم مې امین الله هاشمي د غوربند د سیاه ګرد اوسېدونکی یم، څنګه چې تمه کېده مرستې نه دي شوي، د خوړو د نړیوال سازمان مرستې مرکز ته رسېدلي حال دا چې زیانمن شوي ډېری په کلیو کې دي او دغه مرستې ورته نه دي رسېدلي."




 


دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال سازمان وايي، د لیرې پرتو سیمو زیانمو شویو ته هم د مرستو رسولو هڅې روانې دي.


په ورته وخت کې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت هم وايي، یو شمېر زیانمنو شویو ته د حکومت او ملي او نړیوالو بنسټونو لخوا مرستې رسېدلي دي.


د دغه وزارت ویاند تمیم عظیمي ازادي رادیو ته وویل، د نړیوالو ادارو مرستې له افغان حکومت سره په همغږۍ کې پر مستحقینو ویشل شوي او لا دوام لري.


هغه زیاته کړه: "له زیانمنو شویو سره چې مرستې کېږي یوازې د حکومت نه دي، بلکې د نړیوالو بنسټونو هغه هم په کې شاملې دي. دبیلګې په توګه ، د مهاجرت نړیوال سازمان، ای. او. ایم. په پروان کې له موږ سره د غیر خوراکي توکو او نقدو پیسو او د خوړو نړیوال سازمان د خوراکي توکو په برخه کې زموږ همکار وو."


ښاغلي عظیمي وویل، دغه مرستې د ملګرو ملتو د دفتر او افغان حکومت په همغږۍ ترسره کېږي.


ده وویل، د کورنیو خیریه موسسو مرستې چې په ولایتونو کې ورته کمېسیونونه جوړ شوي او مشري یې والیان کوي پر مستحقو ویشل کېږي.


داپه داسې حال کې ده چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله له زیانمنو شویو سره د مرستو په هدف په هېواد کې دننه او له هېواده بهر ځینې مرستندویو بنسټونو هڅې پیل کړي.


طبیعې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت د معلوماتو له مخې ورستیو سیلابونو د افغانستان په ۱۵ولایتونو کې ۲۱۰ کسان مړه، ۱۹۰ ټپیان او ۵۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي دي. 






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России