سرپل کې د کرنيزو درملو يوه نوې ډيپو جوړه شوه
د افغانستان د کرنې وزارت په سرپل کې د کرنيزو درملو يوه نوې ډيپو جوړه کړه.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه ډيپو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له بودجې څخه د څه د پاسه درې ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.
نوموړي وویل، دغه ډيپو د کرنيز درملو او د محصولاتو د باکيفته توليداتو د ساتنې په موخه د سرپل د مرکز او ولسواليو د کروندګرو او بڼوالو په خاطر جوړه شوې ده.
د دوی په وینا، له دغو کرنيزو درملو څخه په ګټې اخیستنې سره به د کروندګرو کښتونه او د بڼونو مېوې له ناروغيو او افتونو وساتل شي.