پولیسو ننګرهار کې نږدې ۶۰کیلوګرامه نشه يي مواد او نشه يي ګولۍ نیولي
![پولیسو ننګرهار کې نږدې ۶۰کیلوګرامه نشه يي مواد او نشه يي ګولۍ نیولي](https://gdb.rferl.org/417F6586-F432-4F24-B839-417372FB7906_cx0_cy40_cw28_w800_h450.jpg)
په ننګرهار ولایت کې نږدې شپېته کیلوګرامه نشه يي مواد او نشه يي ګولۍ ونیول شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ازادۍ راډیو ته وویل، د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په جلال اباد ښار، بټیکوټ ولسوالۍ او تورخم بندر کې درې عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې (۴۶) کیلوګرامه ښیښه، څه د پاسه (۹) کیلوګرامه هیرویین او ټابلیټ کا په نوم (۶۹۸۹) نشه يي ګولۍ ونیولې.
د دې پېښو په تړاو درې تورن کسان هم نیول شوي دي.