شاهین قول اردو: بلخ کې ۵ وسلهوال طالبان وژل شوي
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ تېره شپه په یوه برید کې د پنځو وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو او اتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
دغې قول اردو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه د سبزیکار په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې دښمن د دفاعي او امنیتي ځواکونو په پوستو برید وکړ.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.